دناڅاپي مړيني په مناسبت
عزيزاحمدخوارمل عزيزاحمدخوارمل

بسم الله الرحمن الرحيم

 

انالله وانااليه راجعون

دخداي بخښلی محترم  مرحوم محمودبريالي دناڅاْپي مړيني په مناسبت  دافغانستان دترقي اوددموکراسي دغورځنګ دګونډدموسسانودجلسي درهبري دهيئت ومحترموغړوته ، دمحترم  ارواح   ښادمرحوم محمودبريالي ومحترمۍ کورني ،خپلوانو،دوستانواووهمرزمواووهمسنګروملګروته :

په بيلجيم کي دافغانستان دترقی اوددموکراسي دغورځنګ  دپلويانودتسليت پيام  !

کله چې موږ دګران اومحترم  مرحوم ملګري - محمود بريالي دغه ډيره دغمه  ډک اوخواشينه ونکي خبرواوريدل  په رښتيا سره  ډيره درده ونکي اوزوره ونکي وواو پرموږهريوه باندي ډير سخت اومشکل تمام سو اوپه واقعيت کی دده وهردوست اووهرملګري ته دايوه ستره  اونه هيريدونکي  غميزه ده، ځکه دايوښکاره واقعيت دي چی  ددي لوي اوباعظمت شخصيت وګړني  اوهيوادني کړني اوکارنامی دافغانستان  په سياسي تاريخ  کې  ثبت اوپه سياسي ډګرکې دده  دغه ستري کړني اوکارنامی وهرهيواد پال اوپرهيوادمينو افغانانوته ،دده ودوستانواووملګروته    دوياړاودسرلوړي  نه ډک لارښووني اوبيا هم نه هيردونکي خاطري  دي ،موږهريوپه خپل وار سره ودي ښاغلي متوفی لارښود ته داوايو چې ستاسو ګران  اومحترم ملګري و سپيڅلي لاري ته اوستاسوميړانه اومبارزي  ته چې دهيواددترقي اوپرمختګ دپاره اودهيواددزيارايستوونکواودستروپرګنودښه ژوندپه خاطرمو انساني ډندي په  ميړنتوب او په زړه ورتوب سره ترسره کول  په ډيردرنښت سره ګورواوستاسوودغو ستروآرمانونو ته ادامه ورکوو اوستاسودسترو،هيلواوموخوملګري وواوملګري به يو. 

دبيلجيم په هيوادکي دافغانستان دترقی اوددموکراسي دغورځنګ  هرغړئ ،هواخواه  او ددي غورځنګ  هرپلوي  دګران اومحترم مرحوم ملګري - محمودبريالي دغه ناڅاپه مړينه ، زموږدهيوادوسياسي غورځنګ  ،روښانفکري جنبش اوسياسي کړيوته يوه لويه اوستره  ضايعه بولي ددغي ناڅاپي مړيني په غميزه کښي ځانونه شريک بولي اودلوي خداي( ج) دلوي درباره  څخه ودی متوفي ملګري ته دعااو دفردوس  برين د جنتونواودالهي رحمتونو هيله  ورته کوي اوددوي ومحترمي کورني ،خپلوانو اودده و دوستانو او وهمرزمو اووهمسنګروملګروته  دصبرجميل  غوښتوونکی دي اوخپل ژورتاثرات اوتسليت  ددي ملي هيواد پال  شخصيت  اوګران ملګري دناڅاپي مړيني په مناسبت وړاندي کوي  ،ددوي ارواح دي ښادوي  .

 

په بيلجيم کی دترقي اودموکراسي  دغورځنګ دګوندي غړوپه استازېي توب

 

 

 


December 9th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها